Banner

په بلخ كې،((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره

26.10.2008 12:47

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په دويمه د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار په وياړ سپوږميه كړنګ  وهه راخېژه – مشاعره وشوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه په سلګونو شاعرانو د ادب نامتو استادانو او د ادب مينه والو سربېره پكې يو شمېر دولتي چارواكو برخه اخيستې وه.

دغه مشاعره چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړه شوې وه، د سمپالښت چارې يې د مومند بابا ادبي بهير ځوانانو سرته رسولې.

مشاعره ماښام پيل او تر نيمې شپې پورې د د شاعرانو په شعرونو رڼه وه چې په اوږدو كې يې ځوانانو څو څو ځله د اتڼ ډول ته څڼې او دسمالونه تاو كړل چې د ګډونكونكو لخوا خورا بدرګه شول.

په دغه مشاعره كې د بلخ اړوند ولسواليو سربېره د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو، بغلان، كندوز، كابل، جوزجان، سمنګان او ... شاعرانو خپل شعرونه واورول.

په شمال كې د څو كلونو ادبي او فرهنګي هڅو څخه وروسته دا دويم ځل و چې د پښتنو ځوانانو پر مټ د هېواد په كچه داسې ستره مشاعره جوړېږي.

په لومړي ځل، د روان كال په پيل كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې په مرسته د پسرلى ادبي او كلتوري ټولنې لخوا په كندوز كې د ريدي ګل په نوم دويديزه كلنۍ مشاعره تر سره شوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه پكې په سلګونو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.

پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه د كندوز ميشتو ځوانانو په زيار او هڅو له نن څخه درې څلور كاله مخكې په د دغه ولايت په مركز كې منځ ته راغله، چې د په هېواد كې د ادب او فرهنګ د لاپياوړتيا لپاره كار كوي.

((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره د همدې لړۍ دويمه كړۍ وه چې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا د افغان كلتوري ټولنو جرګې په هر اړخيزو مرستو د د بلخ ولايت په مركز مزاشريف كې د سلګونو شاعرانو په ګډون چې شمېر يې نږدې پنځه سوو تنو ته رسېد، د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) سيمنار په وياړ تر سره شوه.

افغان كلتوري ټولنو جرګه له تېرو درې كلونو را په دې خوا په هېواد كې د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په برخه كې كار كوي او همداراز دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه له تېرو څلورو كلونو را په دې خوا د هېواد په شمال كې يو شمېر ټولنيز او فرهنګي هڅې كوي.

د شمال ټول ولس د افغان كلتوري ټولنو جرګې څخه د زړه له كومې مننه او كور ودانى ورته وايي چې له دوى سره يې د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په برخه كې هر اړخيزې مرستې وكړې.


Online Casino Hong Kong | chatbox | SHAVING CREAM | fx trading | GOLDENPALACE