Banner

((بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) غونډه وشوه.

24.03.2009 11:54

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه.

د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه.

 غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول.

 غونډې درې برخې (ويناوې، مشاعره او موسيقي) درلودې چې د بلخ ولايت د مخورو مشرانو ليكوالو او شاعرانو سربېره پكې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

غونډې ته د دانش خپروندېې ټولنې پر مټ د پېښور دوه مشهور سندرغاړي سردار يوسفزى او نعيم خان توري بلل شوي وو، چې د غونډې په پاى كې يې سندرې ووارولې چې ځوانانو په اتڼ بدرګه كړل.

 د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د ريس حاجي عبدالستار اسحق زي پيغام چې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا ولوستل شو، ويل شوي و چې غونډه يې د بلخ د فرهنګيانو تر منځ د همغږۍ پيدا كولو په موخه جوړه كړې ده.

همدا راز په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى دغه راز غونډې د ځوانانو د استعدادونو د لوړتيا لپاره يو نېك ګام وباله.

د دانش خپرونديې ټولنې مشره اسدالله دانش چې د هېواد فرهنګ ته د خدمت په وياړ ورته د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخواد جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحق زي په لاس لونګۍ پر سره كړاى شوه، د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ ټوكه كتابونو مرسته وكړه.

نوموړي په خپلو خبرو كې د شمال جرګې د پېرزوينې څخه مننه وكړه او ويې ويل چې په نږدې راتلونكي كې به د نورو كتابونو مرسته هم وكړي.

همداراز د غونډې په اوږدو كې مومند بابا ادبي بهير له خوا له كندهاره راغلي مېلمه د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبداالاحمد محمديار ته، افغاني فرهنګ ته د ده د غوره خدمتونو په وياړ د وزير محمد ګل خان مومند تصوير د ذبيح الله احساس په لاس ډالۍ كړاى شو.

 د پكتيا د اطلاعاتو كلتور ريس محمد شفا مشفق ته هم د شمال جرګې لخوا د جرګې مشاور ميرزا عبدالرحمن لونګۍ وتړله.

 د لوى افغانستان د هاخوا تكړه سندرغاړو سردار يوسفزي ته په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپۍ په لاس يو وايلون وركړل شو.

 يوسفزي د بلخيانو له نازونې مننه وكړه او ويې ويل: ((دغه ډالۍ ماته نه بلكې د برو افغانانو لخوا كوزو هغو ته وركړل شوه.))

همداراز له كرښې اخوا بل تكړه غزلبول سندرغاړي نعيم خان توري ته د استاد غلام فاروق خپلواك په لاس د بلخ جوړ يو وايلون، ډالۍ كړاى شول.

 توري له مننې وروسته زياته كړه چې دى به بلخ ته چې د نېكونو ټاټوبى يې دى، كړى سفر تل په ياد لري.

 د غونډې يو تن ګډونوال او د چارو سمبالونكى اسرار احمد كريمزي وويل چې دغه ډول غونډې په ځوانانو كې د كار كولو روحيه ژوندۍ كوي.

 د غونډې په پاى كه له مجيب الرحمن لحاظ څخه د همدې غونډې د چارو د سمبالښت له امله ځانګړې مننه وشوه.

 غونډه د بلخ ولسوالۍ په بازار ام البلاد هوټل كې درې بجې پيل او ماښام تېر پاى ته ورسېده.

په بلخ كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او د مومند بابا ادبي بهير لخوا دا درېيمه غونډه وه چې د نوي كال په وياړ د ځوانانو د هڅونې په موخه جوړ شوه.


Online Casino Hong Kong | chatbox | SHAVING CREAM | fx trading | GOLDENPALACE