Banner

د بلخ ځينې اوسېدونكي دناروغانو درملنه په کليوالي دود کوي

01.07.2009 08:20

 

د بلخ ولايت په لرو پرتو سيمو کې لا هم ځينې خلک د ډاكټرانو په درملنه باور نه لري او   دناروغانو درملنه په كليوالي دود سره کوي، خو ځينې ډاكټران دغه ډول درملنې ته  د خرافاتو په سترګه ګوري .

په كليوالي دود درملنې د بلخ په داسې سيمو كې تر سره كېږي، چې له ښاره لرې پرتې وي، چېرته چې د طبابت پوره اسانتياوې نه وي برابرې او د ډاکټرانو له لارې د دناروغانو درملنې ته په ښه سترګه نه کتل کېږي .

دغه ډول درملنې له پخوا راهيسې د خلكو په منځ كې له يو نسل څخه بل نسل ته پاتې دي، چې لاتراوسه د بلخ  په بېلا بېلو سيمو كې ځينې خلک په همدې توګه د ځينو ناروغيو درملنه كوي .

دوى ادعا کوي، چې په همدې بڼه درملنه ، ناروغ ته روغتيا ورکوي او دا چې ناروغ  ډاکټر ته بوځي، اړتيا يې نه ليدل کېږي .

کله چې ناروغ ته د ګېډې د خرابېدو او دكانګو كولو له امله ستونزه پيدا شي، د ډاكټر پر ځاى يې په خپل كور كې درملنه کوي .

سپين سرې مېرمنې د ماشوم په ستوني كې خپله د شهادت ګوته تېروي ، آن تردې چې هډي يې ماتېږي او له خولې څخه يې وينې راځي . 

دغسې کليوالي طبيبان ناروغ ماشوم ته ددرملنې لپاره دڅاروي پوستکي وراغوندي، دښځې دماشوم دنه كېدو او همداسې نورې درملنې هم كوي .

داسې خلک هم شته، چې خپل ماشومان د سپين سرې مېرمنې لخوا درملنه کوي، خو دغه ډول درملنه ماشوم ځوروي .

د بلخ دچمتال ولسوالۍ د چمتال كلي اوسېدونكي ۲۵ كلن ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپل څلور كلن ورور طاهر د ګېډې د خرابېدو او دكانګو كولو درملنه يې په خپل کورکې کړې ده .

نوموړي زياته كړه، چې د طاهر درملنه يې پرته له درملو څخه، خپلې انۍ وكړه .

 هغه  وايي: ((طاهر يې په يوه ټيكري كې واچاوه، د ټيكري دوه پيڅكۍ مې انۍ او دوه نورې يې د كور بلې مېرمن ونيولې، بيا يې دوه درې وارې ټالۍ وركړې او ورپسې يې په ناڅاپي توګه يو تاو وركړ.))

د ذبيح الله په وينا، له دې څخه وروسته يې د ده ورور له ټيكري ښكته كړ او همدا يې درملنه وه .

نوموړي څرګنده کړه چې  انۍ يې ورته ويلي و، چې د طاهر وينه (ځيګر) اوښتى، چې له امله يې ګېډه خرابه ده او كانګې كوي .

انۍ يې ويل چې په دې درملنه يې ځيګر بېرته ځاى ته راځي، چې ورسره به يې ګېډه هم ښه شي او كانګې به هم نه كوي .

د ذبيح الله انۍ په دې اند ده، چې له پخوا راهيسې دخپل كور او كلي د دغه ډول ناروغيو درملنه كوي .

خو ځينې ډاكټران بيا په كليوالي دود دغه ډول درملنې نه يواځې، چې درملنه نه ګڼي، بلكې د خرافاتو په سترګه ورته ګوري .

د مزارشريف ښار د فارابي روغتون يو ډاكټر محب الله زغم پژواک ته وويل چې د ګېډې خرابى او كانګې كول ځيګر پورې، هېڅ تړاو نه لري.

ډاکټر زغم  زياته كړه چې د ګېډې خرابى او كانګې کول په خپله ګېډې او كولمو پورې اړه لري .

د هغه په وينا په دا ډول درملنه كې، ماشوم ته د نورو ناروغيو د پيدا كېدو ګواښ هم شته دى .

کله چې سړى د دغسې دوديزې او له روغتيايي لحاظه لرې او خطرناکو درملنو کيسې اوري، له يوې خوا  تعجب کوي او له بلې خوا ورته خاندي .

بي بي صبرو چې د چاربولک ولسوالۍ د وچې ونې كلي ۵۵ كلنه مېرمن ده، په خپل شاو خوا كليو كې په كليوالي دود درملنې كوي، نوموړې پژواک ته وويل چې په ستوني كې د هډيو پيدا كېدل، د ښځې د ماشوم نه كېدل او نورې درملنې هم كوي.

هغې د خپل كلي د يوه ماشوم، چې د ستوني د درد ددرملنې په موخه ورته راوستل شوى و، د درملنې كيسه داسې پيل كړه:  (( شپږ كلن هلک  به و، مور يې راته راوست، چې ستونى يې درد كوي، ما چې يې ستونى وليد، نو هډي (يو ډول غوټې وي، چې په ستوني كې پيدا كېږي او له امله يې ستونى يو څه بندېږي او بيا درد كوي) پكې پيدا شوي وو، ورته مات مې كړل او ښه شو. ))

صبرو زياتوى، چې د ښي لاس د شهادت ګوته يې پر اېرو كړه او بيا يې د ماشوم ستوني ته تېره كړه، چې پر هډو يې ولګېده.

د هغې په وينا تر هغه پورې يې زور وکړ، چې هډي يې ور مات كړل او د ماشوم له خولې څخه وينې راغلې.

صبرو په دې عقيده وه، چې هډي بايد مات شي كه په هر ډول وي، ځكه چې درد د هډيو د پيدا كېدو له امله منځ ته راځي.

د هغې په وينا له تېرو ۲۰ كلونو راهيسې دخپلو خپلوانو په كليوالي دود سره درملنه كوي او ډېر ښه لاس لري.

صبرو وويل:  (( تر اوسه چې ماته څوک راغلى، نو بيا يې له خپل مرض څخه شكايت نه دى كړى .))

خو د همدې كلي يو اوسېدونكى ۳۶ كلن ګل ولي وايي چې د مېرمن يې له پنځو كلونو را هيسې ماشوم نه پيداکېږي، د ډاكټرانو له ګرځېدو څخه وروسته يې مېرمن دا دوه كاله كېږي، چې په مياشت كې يو ځل صبرو ته ځي، خو لا هم خداى ماشوم نه دى وركړى.

صبرو د هغو مېرمنو، چې د ماشوم دنه پيداکېدو ستونزې لري، هم درملنه كوي.

نوموړې وويل چې  ډېرى مېرمنې، چې له واده څخه وروسته يې ماشوم نه پيدا کېږي، نو كولمې يې ټيټې شوې وي، چې دا يې كولمې ورته پورته كوي او بيا يې ماشوم پيداکېږي.

د هغې په وينا، ښځه پر يوه څادر، چې پړي غوندې يې جوړ كړى وي، له نامه څخه لاندې پر يوې ونې يا پر كومې ستن پورې تړي او څو شېبې يې همداسې پرېږدي، چې له بېرته خلاصېدو څخه وروسته يې خېټه يو څو شېبې مالښت كوي، چې له همدې سره يې په پنځو شپږ مياشتو كې كولمې خپل ځاى ته ورځي.

صبرو وايي: ((كه له دې وروسته هم خداى چاته ماشوم نه وركوي، نو نه به يې وركوي، زما خو چې څه زده وي، هغه خو پرې كوم((

د بلخ د البرز د غرونو په لمنو كې پرته سيمه صدمېش يوه له هغو سيمو څخه ده، چې لا هم پكې د ډاكټر انو د درملنې پر ځاى يې اوسېدونكي د كليوالي دود په درملنه ډېر باور لري .

ددغو خلکو ماشوم، چې کله ناروغ شي، نو د څاروي پوستکى وراغوندي .

د صدمېش يو اوسېدونكي ۴۵ كلن غوپى وايي، چې تېر كال يې پنځه كلن زوى (اختر) لمر وهلى و او تبې يې كولې، چې د ډاكټر پر ځاى يې په كور ورته درملنه وكړه او ښه شو.

نوموړي زياته كړه، چې زوى ته يې د غټ مال لرى، د كميس په ډول جوړ كړ او اته ساعته يې ور واغوست، چې تبه يې وشكېده او جوړ شو .

د هغه په وينا، زوى يې يو ځل د كلي ډاكټر ته هم بوولى و، چې د ډاکټر درملو يې تبه يو څو ساعته كمه كړې وه، خو په بشپړه توګه يې ختمه نه كړه .

غوپي وويل چې له ډاكټرانو څخه د دوى خپله درملنه ډېره ښه ده، له پلار نيكه ورته په ميراث پاتې ده او ښه تجربه په كې لري .

نوموړي دخپل زوى د درملنې په هكله وويل: ((لومړى لرى ښه پاكوو، خوشايي موشايي ترې لرې كوو، چې ښه پاک شي، نو بيا ورته د كميس غوندې غاړه او لستوڼي جوړوو، چې له نامه څخه تر ستوني پورې پكې ماشوم پټ شي .))

د هغه په وينا په دښتو كې د رمو د څر په وخت د دوى ماشومان لمر وهي، چې بيا يې له امله تبه كوي، نو دوى ورته لرى وراغوندي او په دې توګه يې درملنه كوي .

غوپى وايي چې دوى ځكه لمر وهلي ته لرى وراغوندي، چې هغه سوړ وي، د هغه په وينا، د لمر وهلي بدن بايد سوړ وساتل شي، چې دا يې ښه لاره ده .

خو ډاكټران بيا د لري اغوستل، نه دا چې د درملنې لامل نه ګڼي، بلكې وايي چې ماشوم به پر بېلا بېلو نورو ناروغيو اخته كړي .

ډاكټر زغم وايي، چې لرى كه هر څومره پاک شي، بيا به هم د خوشايو د پاتې شونو له امله ميكروبي وي، چې دغه ميكروب بدن ته د نورو مرضونو لاره پرانېزي .

ځينې كليوال په كليوالي دود درملنې كې له ځينو موادو كار اخلي، چې ډاكټران يې د درملنې لپاره وړ توكي ګڼي، خو بيا يې هم درملنه طبي نه ګڼي .

د بلخ ولسوالۍ د غونډک كلي يو اوسېدونكي ۴۳ كلن سيدامير پژواک ته د خپل اته كلن زوى ګل خان د ستوني د درد د درملنې په اړه وويل، چې د سپين زنز او سرې پتاسې د رنګ په اوبو كې پنبه لمدوي او بيا يې د ولې د نرۍ شنې لښتې څخه راتاووي.

نوموړي زياته كړه، چې د لښتې يو سر د ماشوم په لاندې جامه كې او بل سر يې په پورته سر كې ږدي او د لښتې منځ يې تر ستوني رسوي، چې پنبه پر ستوني ولګېږي .

د هغه په وينا د سپين زنز او پتاسې په اوبو لمده شوې پنبه يې د ستونې درد له منځه وړي او په دې توګه يې درملنه كېږي .

ډاكټران هم په سپين زنز كې د (Antiseptic) انتي سيپتيک  شتون، په ستوني كې د راپيدا شويو ميكروبو د درملنې لپاره وړ درمل ګڼي.

ډاكټر زغم وايي چې دغه درملنه تر يوه ځايه طبي رنګ لري .

د هغه په وينا، كه په دغه ډول كليوالي دود درملنو باندې څېړنه وشي، كېداى شي ښه پايله ولري.

خو د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاكټر ميرويس ربيع بيا په كليوالي دود درملنه له طبي تګلارې څخه لرې ګڼي او وايي، چې په كليوالي دود درملنه نه يواځې، چې ناروغ ته ګټه  نه رسوي، بلكې لا ورته زيان رسوي .

د هغه په وينا، په اوس وخت كې طب پر مختګ كړى او په هېواد كې يو څه اسانتياوې هم برابرې شوې دي، بايد خلک د پخوا وختونو له غلطو دودونو څخه لاس په سر شي.

 


Online Casino Hong Kong | chatbox | SHAVING CREAM | fx trading | GOLDENPALACE